نظم

د معراج په صفت کې

Khushal Khan Khattak

څه ښه شپه وه دښادۍ

ښه ساعت د خوشالۍ

چې حاضر درته براق شه

ځای دې پاس په دا اوراق شه

جبرايل دې خدمتگار و

اسرافيل دې جلب دار و

له حريمه چې روان شوې

په اقصی کې ثنا خوان شوې

انبياء شول په تا جمعه

لکه ډېر پتنگ په شمعه

ته امام شوې دوی ماموم شول

همگي په تا هجوم شول

له اقصی چې ته روان شوې

په لمحه کې په اسمان شوې

اس دې هسې سبک خېز و

چې له وهم نه هم تېز و

په اووه پلونه روان شه

هر قدم يې په اسمان شه

په سدره يې قدم کېښو

جبرايل يې بېرته پرېښو

چې روان شوې له دې فرشه

هسې ورغلې تر عرشه

تا يا تا زده ياهغه زده

چې بيوې يې نور چا نه زده

نه د بل توان د وصال شته

نه د فکر پر و بال شته

چې به ستا تر ځای رسېږي

هيڅوک نشته ټول پوهېږي

تا ادنی او قاب قوسين

خپل خدای وليده په عين

د سر سترگې وې نه نورې

د ما زاغ په رنجو تورې

چې خپل خدای دې پرې ليدلی

تحيات دې پرې ويلی

لعمرک دې د سرتاج شه

امت خلاص ستا په معراج شه

چې راتله دې و له عرشه

هسې راغلې بيا تر فرشه

لا دې گرم ځای د خواب و

دا چې تله راتله شتاب و

خوښ خرم راغلې تر ځايه

چې دې څه راوړل له خدايه

صديق يار وته دې ووی

يار

هر چې تا ووې وده ته

دده پرېواته و زړه ته

نه حجت، نه يې برهان غوښت

نه انسان، نه يې ايسان غوښت

آمنا په صدقنا شه

اطعنا په سمعنا شه