نظم

د مثانې د سنگ علاج

Khushal Khan Khattak

سهاگه ، چوکر، کور زړي

له تودو اوبو چې نغړي

که څلوېښت ورځې څوک وخوري

رنځ د سنگ مثانه وري

دې زحمت لره يو سنگ دی

لکه پچه تور په رنگ دی

په حجرا ليهود يې بولي

د طلا په نرخ يې تولي

چې بيمار يې سولوينه

په سبا سبا يې خورينه

چې يې سنگ مثانه وي

توی به دا دانه وانه وي