نظم

د مجنون په نظر کښېوته ارهنډه

Khushal Khan Khattak

د مجنون په نظر کښېوته ارهنډه

سر تر پايه سره درسته کنډه کنډه

وارهنډې وته ډنگ په سجود پرېووت

په دا حال کې د عالم په نظر کښېووت

ورته يې ووی چې دا څه کړې لېونيه

مجنون ورکړ دا ځواب چې ای زلميه

دا ارهنډه په ما ونه دجنت ده

که سجود کړم ورته ځای دعبادت ده

يوه ورځ په لارې تلم له خپله کوره

ليلا ناسته وه ددې ونې تر سيوره