غزل د ناکس د تربيت سره څه کار دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د ناکس د تربيت سره څه کار دی د سنگېړ د زراعت سره څه کار دی 02 که خپل پلار يې په ډېر مهر ورته وايي د نادان د نصيحت سره څه کار دی 03 که تر ملا ډکه درسته، په ښه آس سور شي د نامرد د شجاعت سره څه کار دی 04 ورځ و شپه دې په آرام باندې تېرېږي د بې ننگ د حميت سره څه کار دی 05 په پالنگ که ورته کښېني کښلې حوره د نامرد د ښه صورت سره څه کار دی 06 د گاوزو ورمېږونه زمري نموړي د گيدړ له دې قوت سره څه کار دی 07 چې هوسيې په ميدان وهي تازيان دي د کوټه ددې حالت سره څه کار دی 08 فصاحت د باغ بلبلو څخه غواړه! د کارگه د فصاحت سره څه کار دی 09 چې له ځايه يې په بخره سلامت شو د زاهد د ملامت سره څه کار دی 10 درومه، هر لوري ته گشت کوه خوشاله! د رندانو د خلوت سره څه کار دی Dictionary meaning × Headword