غزل

د ناکس له اشنايۍ توبه توبه

Khushal Khan Khattak

د ناکس له اشنايۍ توبه توبه

د شونټۍ له روڼايۍ توبه توبه

چې پردې يې په الماس جراحان پرې کا

له دې هسې بينايۍ توبه توبه

چې ولور يې په زرگونو جن بدرنگه

له دې هسې کد خدايۍ توبه توبه

چې په جهل و حماقت دانا ځان بولي

د احمق له دانايۍ توبه توبه

د سفله دي، د سفيه دي واړه توکي

له خودۍ، خود ستايۍ توبه توبه

که هزار رنگه شېخي، زهد، تقوا کا

د جاهل له پارسايۍ توبه توبه

چې عمل ور سره نشته تش ويل کا

د خوشال له گويايۍ توبه توبه