نظم

د نمونځ د برات د شپې

Khushal Khan Khattak

د برات په شپه لازم دی

سل رکعته نمونځ دا هم دی

په هر هر رکعت ای ياره

فاتحه اخلاص لس واره

همگي پنځوس سلامه

د نمانځه شي چار تمامه

قل هو الله چې يې شمار شي

همگي واړه هزار شي

چې دا نمونځ سړی گذارينه

ډېر بې حد ثواب لرينه