نظم

د پښتو شعر

Khushal Khan Khattak

په ځان او په جهان کې ما دوه څيزه دي وکښلي

په ځان کې دواړه سترگې په جهان کې واړه کښلي

د زلفو په هوا يې بې خودي زما نصيب شوه

له ځانه له جهانه تل بې خود دي مار خوړلي

د کښليو په جمال په ننداره کې ما خدای بياموند

لږ نه دي له مجازه حقيقت ته رسېدلي

ښه مخ وته چې گورم په دوه سترگو نه مړېږم

د تن ويښته مې واړه وازې سترگې دي ختلي

سيه دل د محبت له سوزه سازه خبر نه شول

په کار د پتنگانو مچان نه دي پوهېدلي

د هغه خوني له تېغه د خلاصي فکر و مه کړه

چې دی له ناترسيې زړه وکاږي د وژلي

خدای ملامتو نه گوښي گوښي تهمتونه

په عشقکې له وگړيه ما څه لږ نه دي زغملي

په مخ په مثال گل شو زړه زما لکه بلبل شو

شيدا بلبله هر چېرته چې گل دی هورې يلی

مدد وکړه د وينو د ژړا په وخت ای دله

نور اوښکې پاتې نه شوې چې ډېر ډېر مې دي ژړلي

د شعر څه ثنا کوم چې دی حيض الرجال دی

بد کر کا چې له ده نه ډېر زيانونه رسېدلي

که شعر ته نظر کړې په خپل اصل کې بد نه دی

بد دا چې څوک په شعر کې ويل کا ناپسندلي

چې چا دی شعرکړی بې ميزانه بې عروضه

دا هيڅ شاعري نه ده يو څو سپي دي ټمېدلي

پارسي شعر مې هم زده سليقه لرم د واړو

پښتو شعر مې خوښ شو هر څوک خپل گڼي ښاغلي

په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبيه کې

پښتو ويل مې عين تر پارسي دي رسولي

پښتو ژبه مشکله ددې بحر مونده نه شي

هم ما لره يو څو بحره په ډېر مښود راغلي

له چانه په پښتو کې ما ميزان ليدلی نه دی

ميرزا په دا زبان کې ويل کړي دي تللي

مخزن مې دا خوند چې تمامي په نظر کښېووت

په ده کې نه عروض شته نه يې بحر ما موندلي

دانا به پرې پوهېږي د نادانو کار پرې نشته

دا دُر چې د بيان په تار خوشال خټک پېيلي

کذاب دی که دا شعر لکه ده پښتو بيان کړ

که هسې ويل اوس شي يا پخوا دي چا ويلي

د شعر په ويلو ډير خوښ نه يم ولې څه کړم

چې زړه مې بې اختياره کله کله ورته ځغلي

په شل کال کې دېگ زما د شعر په اور بار شو

په دا دور مې پوخ کړ چې شپېته کاله مې تللي

حاسد مې که په شعر له حسده گوته کښېږدي

چې دې مومي له شعره واړه ده وته بخښلي

د شعر په ويل کې که مقصود لري همدا دی

په دا بهانه گوندې چېرې ياد کا نازولي

په تور کسوت کې پټه رنگينه معنی وگوره

زر شو يو مې سره زر له تورو شگو دي يستلي

دوه بحره دوه مطلع لري که دا قصيده گورې

زر يو اتيا کالونه په سفر کې ماويلي