نظم
د پښتون نه گيله
Khushal Khan Khattakبيا له کومه را پيدا شو دا بهار
چې په هر لوري يې ملک کړ يو گلزار
ارغوان دي ضميران سوسن ريحان دي
ياسمين دي نسترن نرگس گلنار
د پسرلي گلونه ډېر په هر هر رنگ شته
ولې سره لاله دي لا په کې اوڅار
جونه موټی موټی گل ږدي په گرېوان کې
د ځوانانو گل دستې دي په دستار
مغني په چغانه ليندۍ کښېږده
په نغمو په پردو وغواړه هر تار
ساقي راشه ډکې ډکې پيالې راکړه
چې دميو په مستۍ شمه سرشار
پښتنو زلميو بيا لاسونه سره کړل
لکه باز منگولې سرې کا په خپل ښکار
سپينې تورې يې گلگونې کړې په وينو
په اهاړ کې شگفته شو لاله زار
ايمل خان دريا خان دواړه مرگ يې مه وای
هيڅ تقصير دواړو، ونه کړ وار په وار
دخيبر دره يې سره کړله په وينو
په کړيه يې هم روان کړ دندوکار
تر کړپې تر باجوړه سمې غرونه
په لړزه په زلزله شول په بار بار
په هغه لوري چې کېږي پينځم کال دی
هره ورځ د سپينو تورو خرپهار
چې په دا لوري زه راغلم حبطه شوم
زه مردار يم که دا خلک دي مردار
په لښکر! لښکر! نارې شوم ورته ستړی
دا کاڼه راته نه مهيرک وايي نه چار
چې احوال د يوسفزيو رامعلوم شو
لواغر وماته ښه وه نه دمغار
د خټکو سپي بهتر تر يوسفزيو
که خټک دی هم په خوی تر سپي بېکار
درست پښتون تر کندهاره تر اټکه
سره يو د ننگ په کار پټ او آشکار
گوره څو جنگونه وشول په هر لوري
ولې هيڅ د يوسفزيو نشته عار
اول جنگ د لوړې شا د تهترو و
چې څلوېښت زر مغول شول تار په تار
خوېندې لوڼه يې په بند د پښتنو شوې
اس اوښان هاتيان ولجه قطار قطار
دويم جنگ مير حسيني په دوابه کې
چې يې وټکېده سره لکه د مار
بيا له پسه د نوښار د کوټ جنگ و
چېمې وکېښ تر مغولو خپل خمار
بيا له پسه جسونت سنگهـ، شجاعت خان و
چې اېمل يې په گنداب ويوست د مار
شپږم جنگ مکرم خان شمشېر خان دواړه
چې اېمل کړل په خاپښ کې تار په تار
چې زما په ياد، دي لوی جنگونه دادي
د هلکو په هر لوري نشته شمار
همېشه فتح و نصرت دی لا تر اوسه
پس له داده بيا تکيه په کردگار
اورنگزېب راته يوکال وشو چې پروت دی
په صورت حيران پرېشان په زړه افگار
کال په کال امرايان دي چې پرېوځي
چې توپان شولې لښکرې کوم يې شمار
خزانې د هندوستان دي راخورې شوې
سره مهران دي ننوځي په کوهسار
دا د هيچا په اتلس فکره نه وه
چې به دا کارونه شي په دا ديار
د پادشاه دبد نېتيې کمی نشته
په بدنيت يې آزار واخيست د خپل پلار
ځکه اوس دچا باور ورباندې نه شي
هم بدنيت دی هم بد قول هم مکار
بله هيڅ ليدله نه شي په دا منځ کې
يا مغول د منځه ورک يا پښتون خوار
که گردش د اسمان دا دی چې ليده شي
که دخدای رضا په دا وي راغی وار
اسمان هر کله پېرې يکرنگې نه کا
گاه په کام دگل جاروځي گاه دخار
په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننگ دی
دا بې ننگه پښتانه کا څه رفتار
پښتانه چې نور څه فکر کا ناپوه دي
بې د تورې خلاصی نشته په بل کار
ترمغولو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وای څه هوښيار
اولسونه چې سند وبله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختيار
که نفاق که اتفاق که جهل پوهه
د هر چا دخدای په لاس ده هره چار
اپريدي، مومند، شينواري گوره څه کا
د مغولو لښکر پروت په ننگرهار
زه تنها پکې په غم د نام و ننگ يم
يوسف زيه فراغت په کښت وکار
اوس چې هسې بې ننگي بې ناموسي کا
عاقبت به ورښکاره شي خپله چار
مرگ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون نه وي
د عزت سره چې نه وي زيست روزگار
همېشه به په جهان کې ژوندون نه وي
دخوشال خټک به پاتې شي يادگار
د دريمې خور اول کال د غفو(١٠٨٦هـ) و
ما چې وې په برمول کې دا اشعار
چې دانا تر نادان لا وژني بتر
مگر نه دی دا ژوندون څه معتبر
چې مې فهم فکر وکړ باور وکړه
په دا باغ کې گل له خار دی برابر
چې له کومو غرونو راغی چېرته درومي
اباسيند لا په دا هيڅ نه دی خبر
د شلمان غرونه په دا کله خبر دي
په شلمان کې چې زرگونه شول ډير
نه اسمان ځنې خبر دی نه دا ځمکه
چې عالم شو په توپان زېر و زبر
په يوه زمان کې څه قدرت ښکاره کا
څه قادر دی توانا الله اکبر
مکافات دکوم گناه دکوم شامت دی
چې ډبر دمير جمله شو درست ټبر
چې داهسې يې پېرې کړلې بنيادې
د فلک په سر کې شته څه شور و شر
نه په ډېر ده نه په لږ دخدای په کړه ده
لږ لښکر په ډېر لښکر مومي ظفر
څه شينواري، څه مومند، څه اپريدي وو
چې يې مات کړ د صوبي واړه لښکر
دا توپان چې په مغولو باندې ساز شو
په کشتن په ولجو هيڅ مه کړه نظر
که آسونه که فيلان که اسبابونه
په انبار انبار سپين زر وو يا سره زر
هغه ښې پرې پيکرې د پالکيو
همگي پرې پورې لال وو دُر گوهر
په زرگونو پښتنو کړې تر ځان لاندې
دا به څوک کا د مغول له زړه بدر
دا کينه به يو په سله ترې وباسي
که يې لاس شي په جمله پښتانه بر
پښتنو څخه که شته څه عقل پوهه
ايل ياغي دې ځنې کاندي اوس حذر
دا متل د زمانې دی څه اوس نه دی
چې نامرد خر به پالان وهي نه خر
مستجاب مومند که چرگه د مغول دی
زه خوشال خټک خو باز يم ځای مې غر