نظم
د پېشک دارو
Khushal Khan Khattakد پېشک دارو دي جانه
ته يې ونغوږه له مانه
کامبيله، تور وانجو جانه
برابر آس کړه جانانه
هره ورځ لږ ترېنه اخله
د کونځلو تېل ای دله
دا دارو ورسره گډ کړه
بيا يې ښه سره گډوډ کړه
په پېشک يې کړه ته پورې
نفع سود به يي وگورې
هغه درنگ ناستی په نمر کړه
نور وردرومه مخ په لير کړه
خدای دې روغ کړه له علته
پاتو مه شې له صحته
واخله ته پۍ د سپلمۍ
د غوا غوړ گډ کړه په دوی
نهه لس ورځې يې پرېږده
په گوشه ځای کې يې کېږده
دغه پسه يې راواخله
څخو لږ ترې مدام اخله
په پېشک باندې يې کېږده
ويې مږه نور يې پرېږده
يو زمان يې نمر ته نسه
ننداره کوه نور کسه
دا عمل کوه څو ورځې
دور به شي د غم وريځې
په دارو کې دا اعلی دي
کوم دارو تر دا اولا دي