نظم

د قوت باه دارو

Khushal Khan Khattak

نک چهکني، ادرک دلداره

د غوا پۍ سره کړه ياره

تاوده نه، پۍ دې اومه وي

چې يې څښي قوت يې ښه وي

شوده پۍ، دوه درې لونگه

آس کړه دا له ډېر فرهنگه

که ناشته يې هر سبا خورې

ښه اعلی دي که تل دا خورې

په زوړوالي به برنا وې

خورنده به تر هر چا وې

مالکونډۍ واخله ميده کړه

ښې شکرې ور سره کړه

يو يو کف په هر سبا خوره

يو يو کف په هر بېگاه خوره

هيڅ پرهېز ور سره نشته

نه له مالگې ، نه نور څه شته