نظم
د روژې د اعتکاف
Khushal Khan Khattakپه روژه کې اعتکاف شته
فکر ذکر حق انصاف شته
اعتکاف دی په دوه شانه
ته يې ونغوږه له ما نه
يو واجب بل فضايل دي
پرې به پوه وي چې عاقل دي
چې په ځان يې نذر کاندې
شي واجب په هغه باندې
چې په ځان يې نذر نه کا
که يې کا نفل دي ښۀ کا
د روژې سره روا دی
نذر بې روژې خطا دی