نظم د روژې د ثواب Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خدای به لس څيزونه ور که شک په دا مگر کافر که 02 لکه وزېږي له موره تازه وړوکی زما وروره 03 له گناه به هسې خلاص وي چې روژه يې په اخلاص وي 04 که شبهه وي که حرام وي تل به خلاص دده تر کام وي 05 بل به تل رحمت پرې اوري له بلا به يې خدای ژغوري 06 بل په هره روژه جانه دی به ورشي تر جناته 07 د ياقوت محل به مومي له جهانه به خوش درومي 08 بل که تنده وي که لوږه د قيامت به وي پرې لږه 09 بل به خلاص وي له هيبته غم به نه کا له قيامته 10 بل چې وريشي تر گوره خوش خرم به وي ای وروره 11 بل په کور کې ډېرې حورې تل به ده ته وي حضورې 12 بل به هسې مشال ور که په صراط چې ترې گذر که 13 بل تيار به ورته خوان وي چې فراخ تر دا جهان وي 14 تر عرش لاندې به يې وېشي دی به کېني باندې گرېشي 15 که يې شمار کړم نعمتونه مگر و کښم دفترونه Dictionary meaning × Headword