غزل
دا څه بارخو نه دي ستا د تورو زلفو لاندې
Khushal Khan Khattakدا څه بارخو نه دي ستا د تورو زلفو لاندې
پروتې دي په گلو د سنبلو پاڼې تاندې
تل يې په طلب وم، اخر خوښ له خپله بخته
هسې يار مې بياموند چې عالم يې کيسې کاندې
قيس و که وامق و،که فرهاد و، که خسرو و
هر چې عاشقي کا سل رحمت په واړو باندې
نور خلک فاني دي، که فاقي دي هم هغه دي
هر چې په فاني دنيا يادېږي وروستو وړاندې
نورې کيسې څه دي و خپل ځان ته نصيحت دی
شمعې ته نظر کړه خود به وژاړی چې خاندې
پرېږده چې پرې سوځي ستا دمخ بلا اخلي
مخ دې لکه اور دې عاشقان دي لکه سپاندې
ته گوره په چېرته، زه خوشال په کوم ملکونو
پاس په زړه پرتې دي ستا د تور وربل پياندې