غزل
د سبا باده گذر په چمن بيا کړه
Khushal Khan Khattakد سبا باده گذر په چمن بيا کړه
په چمن کې رنگا رنگ گلونه وا کړه
زه دې توان د خرخشو لرم چې کړې يې
که دې زړه زما په مرگ دی دا ادا کړه
بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی؟
ستا دسترگو بلا واخلم ناز په ما کړه
زه له خپله بخته چا وته فرياد کړم
چې پرون يې راته مخ و نن يې شا کړه
خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو
چې سهر مې ستا د لام و بې ثنا کړه
عاشقي که سراسر واړه بلا ده
ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه
زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه