غزل د صفا په لارې نه ايښی قدم Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د صفا په لارې نه ايښی قدم همېشه له دروېشيه وهي دم 02 هغه کله شېخ ، ملا، ولي، دروېش دی چې نظر په سود او زيان په مدح و ذم 03 دروېشان په تفاوت نه دي راغلي خپل، پردي په سترگو واړه گوري سم 04 د دروېش تر زړه به نه رسي دا دواړه آيينه د سکندر ، که جام د جم 05 و دروېش وته سرکوزی بادشاه نه دی د اسمان ورمېږ لا هم دی ورته خم 06 د دروېش علم په درس، په مکتب نه دی تل نظر لري په لوح او په قلم 07 که څلور دي،که پنځه، که شپږ اووه دي د دروېش نشته دا هيڅ اتم نهم 08 ما وتا وته دېوار شته غاړې غرونه په دروېش تر شرقه، غربه دی يو سم 09 نه په نون دی، نه په ميم دی نه جيم دی کامل پس په لام وهلی دی علم 10 چې ذره طلب د نمر کاندی خوشاله! په همت مه شه ته هم تر ذری کم Dictionary meaning × Headword