نظم
د صحبت آداب
Khushal Khan Khattakد صحبت ادب هم بويه
چې دا چار ده ډېره لويه
دا ويل د شهسوار دي
د زاړه دځوان په کار دي
څوک چې نوی واده وکا
ناوې راوړي دی دې څه کا
دی دې کار له روايته
نفل نمونځ دوه رکعته
چې فارغ شي له نمازه
بيا دې بر وخوري له رازه
په ادب دې دخول وکا
سره دواړه دې زړه ښه کا
که روزي يې خدای فرزند کا
بيا به ددی سعادتمن کا
مرتبې به لويې مومي
د مور پلار په لار به درومي
چې له حيضه پاکيزه شي
ښځه غسل وکا ښه شي
يا هاله دخول پاکيزه شي
ښځه غسل وکا ښه شي
صحبت ښه دی په بهار کې
چې يې کاندي په گلزار کې
په سپرلي وينه زياتېږي
په جماع سره کمېږي
د سحر په وخت صحبت کا
په مړه گېډه نفرت کا
چې تر حلقه سړی موړ وي
هغه وخت صحبت ناجوړ وي
هر سړی چې صحبت وکا
پاڅېدل دې هم زر نه کا
په ښي لوري دې زور وکا
يو زمان دې ځان وده کا
چې صحت د وجود تل وي
په تودو اوبو لامبل وي
په جماع پيغمبرانو
ځکه مينه کړه يارانو
سخت دلي درومي له دله
زړه پرې نرم وي هر کله
د صحبت په آرزو جانه
زړه نرمي مومي څو شانه
په صحبت فاسده وينه
له صورته کمه شينه
د شيطان و سواس له دله
په صحبت درومي عاقله
صحبت واړه کل شکر دی
په افراط کې يې ضرردی
چې حلوا وخوري بې رنگه
رنځ ترې بيايې بې درنگه
ځوان چې ستړی په يلغار شي
نور دخول وکا بيمار شي
چې په حيض کې يې صحبت شي
ترې پيدا گنده زحمت شي
زر دې ږيره مشک کافور کا
څوک چې ډېر دخول منظور کا
ډېر دخول سړی رنځور کا
د بصر پيدا فتور کا
ځوان که زار ورځنې نسي
په پيرۍ کې به زورکسي
تر پنځوس کا له چې تېر شي
نور ښه نه کا دخول ډېر شي
زوړ سړی که ډېر دخول کا
د بصر زيان دې قبول کا