نظم
د سيکې تبې علاج
Khushal Khan Khattakکه دې تبه شي د سيکې
چې زېړی گرځې وچ کلک يې
کلونجي واخله ميده کړه
نور په شهدو کې سيده کړه
په نهاره يې ته وخوره
طعام ډېر ساعت پس ته خوره
اووه ورځې دا رنگ کار کړه
و صحت ته انتظار کړه
هم دارو دي هم سنت دي
د بخاري په روايت دي