څلوريزه

د شېخ شاب سره طربانې

Khushal Khan Khattak

د شېخ شاب سره طربانې

دلبرې ښې دي بې ادبانې

هغه به ولې غم د پېرۍ کا

چې تل تر څنگ لري شکر لبانې