نظم

د شهوت د قطع دارو

Khushal Khan Khattak

که قاطع د خپل شهوت يې

ډېر مين په عبادت يې

خطرې دې نه دي خوښې

يې مشغول د ځان په غوښې

يم ينې نوم کافور دي

چې په هر طب مشهور دي

که يو څو ورځې يې دوست کړې

خپل شهوت به هسې روست کړې

چې به ته نه وې خبر

نه له ښځې نه له نر

دمولۍ خاصه هم داده

چتيره ترې لا اولاده