غزل
د سوخته و يو وصال دی
Khushal Khan Khattakد سوخته و يو وصال دی
چې هجران پکې محال دی
د يار غم چې معشوقه شي
نور يې وصل لايزال دی
که هزار پردې تر منځ وي
هغه واړه اتصال دی
چې راځي د يار له لوريه
ورته بس هغه شمال دی
چې په عشق کې يې سوخته وي
ورښکاره هغه جمال دی
د هغه بېلتون له کومه
چې تل خوښ د يار په خيال دی
بوی دگل گوره په تېل کې
د خوشال خټک مثال دی