غزل
د سپېرو خاورو غوغا ده
Khushal Khan Khattakد سپېرو خاورو غوغا ده
چې په کې غورځي هوا ده
و حباب وته وگوره!
څه دې نوره تمنا ده
گومان نه کړم چې به ستا شي
دا چې ته وايې زما ده
چې به گاندفنا کېږي
گانده نه ده نن فنا ده
د هلکو لوبې گوره!
سرشته د هر چا دا ده
ته لا طفل د اورڼي يې
که دې ږېره کربلا ده
دا درگاه يوه بوډيه
که خندا که دې ژړا ده
چې يې يو ځبله اړاند کا
دا هم لويه تماشا ده
راشه وگوره په سترگو
چې دچا وه؟ اوس دچا ده؟
خو يو وهم، خوب وخيال دی
کوم ژوندون کومه دنيا ده
د نور چا نه ده خوشاله!
ستا دخولې وينا هم ستا ده