غزل د هغو چې گرځېدنه ستا په تل شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د هغو چې گرځېدنه ستا په تل شي ستا پهتل به يې آخر سرونه تل شي 02 ستا چشمانو مې زړه يوړ، بڼو قبل کړ د هغو به څه احوال وي چې قبل شي 03 د وصال د ناوې مهر څه دی غم دی هغه هم واړه يکباره معجل شي 04 عشق يو څه د مزري برېت دی په گوگل کې د رنځور يې په څو ورځې رنگ بدل شي 05 ښايسته که هر څه لافې د ښايست کا چې يې ته په نظر کښېوځې نور خجل شي 06 يو گلزار په يوه درنگ کې شگفته شي چې يې زلفې په بارخو باندې ولول شي 07 تر هر حرف يې د ختا نافې ځارېږه افرين دې دخوشال په دا غزل شي Dictionary meaning × Headword