غزل د هغو چې وبله مهر و محبت وي Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د هغو چې وبله مهر و محبت وي په هستۍ او په نېتسۍ کې فراغت وي 02 عاشقي ده تر هغه مقام په هورته چې د چا مقام په رنځ و په راحت وي 03 څه د اور په لمبو سوی څه په واورو واړه عشق دی که هجران وي که وصلت وي 04 چې مطلب او مدعا د سړي خدای شي ناست ولاړ يې همه واړه عبادت وي 05 که په دوه قدمه ومري هم حاجي شي چا چې کړې د مکې په لوري نيت وي 06 هغه څوک چې پيروي د اولياء کا دا يې واړه په تخت کښېني غزا وشوه 07 که د زرو په تخت کښېني غزا وشوه و فهيم وته کم فهمه بې عزت وي 08 خاورې، زر په سړي واړه برابر شي هغه دم چې له جهانه په رحلت وي 09 د دانا او د نادان تر ميان يو حد وي هوښياري تر حد په هورته حماقت وي 10 تجاوز له خپله حده په کار نه دی د هر چا په خپله خونه کې حرمت وي 11 نور عالم که د دنيا غمونه کاندي د رحمان سره دې غم د آخرت وي Dictionary meaning × Headword