غزل

د هغو چې وبله مهر و محبت وي

رحمان بابا

د هغو چې وبله مهر و محبت وي

په هستۍ او په نېتسۍ کې فراغت وي

عاشقي ده تر هغه مقام په هورته

چې د چا مقام په رنځ و په راحت وي

څه د اور په لمبو سوی څه په واورو

واړه عشق دی که هجران وي که وصلت وي

چې مطلب او مدعا د سړي خدای شي

ناست ولاړ يې همه واړه عبادت وي

که په دوه قدمه ومري هم حاجي شي

چا چې کړې د مکې په لوري نيت وي

هغه څوک چې پيروي د اولياء کا

دا يې واړه په تخت کښېني غزا وشوه

که د زرو په تخت کښېني غزا وشوه

و فهيم وته کم فهمه بې عزت وي

خاورې، زر په سړي واړه برابر شي

هغه دم چې له جهانه په رحلت وي

د دانا او د نادان تر ميان يو حد وي

هوښياري تر حد په هورته حماقت وي

تجاوز له خپله حده په کار نه دی

د هر چا په خپله خونه کې حرمت وي

نور عالم که د دنيا غمونه کاندي

د رحمان سره دې غم د آخرت وي