غزل
د هغو لښتې په سر د غره روان دي ـ
Rahman Babaد هغو لښتې په سر د غره روان دي ـ
ستا د عشق حرفونه تور نه دي گلگون دي
هم په دا چې نوشته په ځيگرخون دي
تش به نه شي هغه خُم د عشق له ميو
چې يې خاورې د فرهاد او د مجنون دي
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
دا د ستا جور و جفا ولې افزون دي
مقتولان ستا د غمزو دي لاله نهدي
چې په سره کفن له ځمکې رابېرون دي
چې يې هېڅ بها زلميو څخه نشته
جونه نه دي سکه گنجونه د قارون دي
بادشاهان په يوه دم کې گدايان کا
ما ليدلي فسادونو د گردون دي
د رحمان د زړه خوناب مگر قبول شي
چې مخونه د دلبرو پرې گلگون دي