نظم

د هندکي په زړه کې مکر، حرکت

Khushal Khan Khattak

د هندکي په زړه کې مکر، حرکت

لکه پياز په کې د پياز گنده نگهت

لکه خوند د هرېړې په هرېړې کې

هسې کار دی د افغان د جهالت

که هر څو په کې د نېکو بوی پيدا شي

له مغولو به لاړ نه شي ظلميت