غزل
د هجران له ډېره غمه ولې نه مرم
Rahman Babaد هجران له ډېره غمه ولې نه مرم
له دې هسې رنگ ماتمه ولې نه مرم
چې يو يار له بله ياره لرې باسي
ددې دور له ستمه ولې نه مرم
چې هر هر سحر زما په ژړا خاندي
له دې هسې صبحدمه ولې نه مرم
يار چې يار په سترگو نه ويني خو مرگ دی
ترو زه بې خپله صنمه ولې نه مرم
چې په لږه گرمۍ شا کاندي و گل ته
له دې بې وفا شبنمه ولې نه مرم
چې دمرگ خوارۍ په خوا لرې رحمانه!
لا پخوا تر دغه دمه ولې نه مرم