غزل

د هجران له ډېره غمه ولې نه مرم

رحمان بابا

د هجران له ډېره غمه ولې نه مرم

له دې هسې رنگ ماتمه ولې نه مرم

چې يو يار له بله ياره لرې باسي

ددې دور له ستمه ولې نه مرم

چې هر هر سحر زما په ژړا خاندي

له دې هسې صبحدمه ولې نه مرم

يار چې يار په سترگو نه ويني خو مرگ دی

ترو زه بې خپله صنمه ولې نه مرم

چې په لږه گرمۍ شا کاندي و گل ته

له دې بې وفا شبنمه ولې نه مرم

چې دمرگ خوارۍ په خوا لرې رحمانه!

لا پخوا تر دغه دمه ولې نه مرم