نظم
دا هم د قوت باه او د لذت مباشرت دارو دي
Khushal Khan Khattakدارچيني لونگ ای ياره
عاقر قره دريم وشماره
زعفران دا څلور څيزه
برابر سره عزيزه
څه خو مشک هم ور سره کړه
واړه ښه سره ميده کړه
گبينه سره يې گډ کړه
ته يې ښه سره گډوډ کړه
گولۍجوړې کړه څو بېرې
په حساب يا تېر و بېرې
په ساعت د صحبت وروره
يوه وخوره گولۍ گوره
دا دارو دي بې آفته
خالي نه دي له لذته
ښځه نر سره راضي شي
صحبت لا متقاضي شي
چې تر دا نه ډېره ښه ده
که يې خورې فلاسفه ده