نظم
دا هم د قوت باه دارو
Khushal Khan Khattakدار چيني لرنگ ای ياره
بيا عاقر قره دلداره
زعفران دا څلور څيزه
برابر سره عزيزه
څه خو مشک هم ور سره کړه
واړه ښه سره ميده کړه
گينه سره يې گډ کړه
ته يې ښه سره گډوډ کړه
گوله ساز کړه څه بېرې
په حساب يا تېر و بېرې
په ساعت د صحبت وروره
يوه وخوره گوله گوره
دا دارو دي بې آفته
خالي نه دي لذته
ښځه نر سره راضي شي
ښځه لا متقاضي شي
چې تر دا نه ډېره ښه ده
که يې خورې فلاسفه ده