نظم

دا هم دارو د استسقاء دي

Khushal Khan Khattak

واخله سخا وجه بيماره

فلفل دراز ور سره ياره

دواړه سم شپږ شپږ درمه

هينجه درې واخله همدمه

زنجبيل دولس درمه

جواين پانزده اکرمه

کته شل څلور درمه

واړه يو ځای کړه پُړ غمه

هليله اتلس زر ده

حبه يو درم باور ده

واړه ښه سره ميده کړه

په تودو اوبو دا زده کړه

دوه درمه هر سبا خوره

پرې لطيفه ښه غذا خوره

گوندې وي چې رنځ دې ورک شي

په صحت دې وجود سپک شي