غزل
د هوښيار غلطي نه وي او که وي خو د خندا شي
Khushal Khan Khattakد هوښيار غلطي نه وي او که وي خو د خندا شي
په خپل عقل غره مه شه که غره شي حيف دا شي
د دنيا لالچ ډېر مه کړه د دنيا لالچ څو ډېر کړې
و زړه ته به دې هومره ډېر غمونه را پيدا ش ي
قربان يې تر همت شم، ځينې هسې لېوني شته
که تخت د سلطنت وي پرې د دوی کله پروا شي
چې ستا نصيب قسمت دی، که طلب ورپسې نه کړې
په غېږ کې به دې واړه خواه ناخواه در لره راشي
د يار د زړه ساتنه په مثال در وغ کالي ده
هيڅ حال دکالي نه وي که پيوند د کالي بيا شي
چې بازدې پرواز وکا په طلب ورپسې گرځې
که بخت مددگاري کا چې يې ونيسې بيا ستا شي
نادان دي که هوښيار دي له هر چا نه عقل اخله
باتور غشي خطا کا د هلک غشي رسا شي
چې دې وخوړ هغه ستا دی مال چې نه خورې بلا دا شي
په مرگ يا په ژوندون به په نصيب گوره د چا شي
مدد د طالع بويه چې هنر سره همراه وي
هنر به سود ونه کا دطالع که درته شا شي
په زړه کې خپل غرض دی چې هيڅوک ځنې خلاص نه دي
يا يافت دی يا نايافت دی چې خندا شي يا ژړا شي
خپل ځان وته يې وايي خوشال دا خوږې خبرې
حلوا ده د نباتو که تر خوله دې دا حلوا شي