نظم

د وجود د باد دارو

Khushal Khan Khattak

گوره لويه مرونډۍ

نه تازه نوې لنډۍ

ددې پاڼې کړه نچوړې

اوبه بېلې کړه ترې جوړې

په مقدار پنځه درمه

اوبه بس دي ای همدمه

پرې اوه درمه پۍ

د غوا گډ کړې په دوی

درې درمه غوړ دغوا هم

گډ داخوره په هر سبا هم

څو دې باد د تن ورکېږي

دا دارو دې دايم کېږي