غزل
دا ويی زما د راز دی
Khushal Khan Khattakدا ويی زما د راز دی
دا مزل دور و دراز دی
تازي سوار دی پکې پاتو
څه ټټو څه ټټؤ تاز دی؟
د نايي ږيره نا سازه
د بل ږيرې وته ساز دی
د دانش کښيدې بويه
نه د سرو زرو طراز دی
دکمال لافې دې نه کاندي نادرستی
چې تلقين يې دکامل نه وي اخيستی
دانشمند دمعما په علم پوه دی
د ابجد په حساب څه خبر نالوستی
هيڅ کمی و ځان ته نه پرېږدي په ژبه
دکردې په کارکې غوڅ په گيسو سکښتی
د دانا تر سر مې دُر گوهر نثار کړای
د نادان په سر مې پنډ د خاورو لوستی
ارادت يې برسېرن په وړاندې نه ځي
د خپل پير په عيب سر شو يقين سستی
د ململو قدر چا وته ښکاره دی
چې ململ يې همېشه په تن اغوستی
په هغې ياريې څه باور خوشاله!
چې پيوند يې په ويښته سره امستی