غزل
د يار غم کله اغيار وته ولاړ وي
Khushal Khan Khattakد يار غم کله اغيار وته ولاړ وي
د يار غم خو هم خپل يار وته ولاړ وي
د هغه بادشاه له ملکه عالم تښتي
چې دی ظلم و آزار وته ولاړ وي
بې همت سړی له هر کاره غړېږي
همت ناک سړی هر کار وته ولاړ وي
د هغه شاعر مخ تور شه چې په طمع
وهر ور و هر دربار وته ولاړ وي
خلق هيڅ راخبر نه دي چې په عشق کې
څو فکرونه و ما خواروته ولاړ وي
چې دې تورې زلفې ووينم حيران شم
په حيرت سړی تور ما وته ولاړ وي
په بورجل باندې دې هسې ناقرار شم
لکه ښه ښکاري خپل ښکار وته ولاړ وي
دجمال په ننداره يې هسې خوښ شم
لکه څوک چې و گلزار وته ولاړ وي
لېونی خوشال، په نن دی ديدن ورکړه
د سبا فکر هوښيار وته ولاړ وي