غزل دا يو څه رنگه ژوندون دی نه پوهېږم Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا يو څه رنگه ژوندون دی نه پوهېږم خوب دی خيال دی که افسون دی نه پوهېږم 02 جام د ميو چې دځان په وينو مومم ترو زلال که جگرخون دی نه پوهېږم 03 د پتنگ او د بلبل تر ميان حيران يم مخ دې اور دی که گلگون دی نه پوهېږم 04 په شانه سره دې تار د زلفو بېل شه که غوڅ شوی مې نادون دی نه پوهېږم 05 عشق په هسې رنگ مقام باندې قايم کړم چې وصال دی که بېلتون دی نه پوهېږم 06 د خپل زړه و علامت وته حيران يم چې موسی دی که قارون دی نه پوهېږم 07 د رحمان څېره يې زېړه تر کونگو کړه خدای زده عشق دی که طاعون دی نه پوهېږم Dictionary meaning × Headword