غزل

دا يو څه رنگه ژوندون دی نه پوهېږم

رحمان بابا

دا يو څه رنگه ژوندون دی نه پوهېږم

خوب دی خيال دی که افسون دی نه پوهېږم

جام د ميو چې دځان په وينو مومم

ترو زلال که جگرخون دی نه پوهېږم

د پتنگ او د بلبل تر ميان حيران يم

مخ دې اور دی که گلگون دی نه پوهېږم

په شانه سره دې تار د زلفو بېل شه

که غوڅ شوی مې نادون دی نه پوهېږم

عشق په هسې رنگ مقام باندې قايم کړم

چې وصال دی که بېلتون دی نه پوهېږم

د خپل زړه و علامت وته حيران يم

چې موسی دی که قارون دی نه پوهېږم

د رحمان څېره يې زېړه تر کونگو کړه

خدای زده عشق دی که طاعون دی نه پوهېږم