نظم

د ورکزيو اپريدو

Khushal Khan Khattak

د ورکزيو اپريدو

په هيداد باندې دروڼ

لوی نښتر لويې څېړۍ

بې مېوې نابوده بڼ

د پوزيو کمې خونې

سپي سړي په کې سجڼ

درنځړو د بويه ډکې

پمن والی په کې گڼ

خوسي ورغومي په کې کوټې

خاورې سرې درست انگڼ

چې په شک په کې سړي وو

يواحمد و بل چندڼ

پيري لا لويه پايه ده

ده له ډېره رياضته

ملايي په ډېر تحصيل شي

شاعري ده له حکمته

ملکي خو بادشاهي ده

خاني هم له سطنته