نظم
د يوې ښيښې شراب دي
Khushal Khan Khattakد يوې ښيښې شراب دي
سره گرځي دست په دست
چې اصيل سړی يې وڅښي
نه بدگوی شي نه بد مست
سل نا سازې په لاس واخلي
چې بد ذات شي می پرست
د شرابو گناه کوم دی
گناه ستا دی هر چې هست
نظم
د يوې ښيښې شراب دي
سره گرځي دست په دست
چې اصيل سړی يې وڅښي
نه بدگوی شي نه بد مست
سل نا سازې په لاس واخلي
چې بد ذات شي می پرست
د شرابو گناه کوم دی
گناه ستا دی هر چې هست