غزل

دا يم ، له تا لاړم، که په ناسته مې ملال يې

Khushal Khan Khattak

دا يم ، له تا لاړم، که په ناسته مې ملال يې

کبر، لويي مه کړه، که هر څو صاحب جمال يې

لاړم ستا له وره، ستا په يادو به مشغول وم

لاړم، ما نه ځي دا چې ته مې په زړه نهال يې

زه غريب نامراد يم، څه و ما وته گواښېږې

قهر کړه هغو ته چې دې سيال دي يا يې سيال يې

هيڅ گناه مې شنته چې مې وژنې يا مې ولې

واړه دې مستي ده نه تړلې په وبال يې

خدای خو خبردار دی چې له تا به يې درېغ نه کړم

لږ و ډېر مشتاق زما د سر که، يا دمال يې

تل جور و ستم کړه، هغه نه يم چې زړه بد کړم

سل ځله جفا کړه بيا لېمه دخوار خوشال يې