غزل
د زېبا جمال يې ډېر دی زېب و زين
Khushal Khan Khattakد زېبا جمال يې ډېر دی زېب و زين
ولې زړونه د عالم وړي په عينين
يوه سترگه يې رحمان بله رحيم شوه
چې همه مراد پکې دی د کونين
چې دشهر زاهدان شېخان پيران دي
زړه د هر يوه کشان وړي په زلفين
لکه عين دخپل پلار خوني وژلی
په څو سرې سترگې راځي په شين شين
واړه لواړ سرونه نغري د دردمنو
د مزري تر خولې بتر دی دعشق عين
په خپل يار مې باور شته چې بل به نه شي
غمازان که غمازي کا تر دا بين
په رضا يې خپل خاطر ورکړ خپل يار ته
په خوشال محصل نه وو د چا تين