غزل دا ځواب رحمان هغه کا چې مرزا وی Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا ځواب رحمان هغه کا چې مرزا وی زه څرگند د محبت په ښه بنياد يم 02 که مې څوک په فقيرۍ شمېرې فقير يم که مې څوک په اميرۍ شمېرې امير يم 03 د دلبرو صدقې لره يې غواړم هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم 04 د خرقې خدمت مشکل دی او که نه وي زه هر دم و دغه چارې وته خير يم 05 هم پند اخلم هم پند وايم و هر چاته زه د ځينو يم مريد د ځينو پير يم 06 په هجران کې د يار خيال را سره مل دی په زندان کې د يوسف سره اسير يم 07 په خندا کې مې ژړا ده لکه شمع له عالمه پټ پنهم دځان په وير يم 08 آزادي تر دا په هورته بله نشته چې بندي د يار د زلفو په زنځير يم 09 خوشالي تر دا په هورته بله کومه چې مدام په خپل اشنا پسې دلگير يم 10 چې همېش په غوږ نعرې د هجران اورم رحمان ځکه د خپل يار و مخ ته ځير يم Dictionary meaning × Headword