غزل دا ځواب رحمان هغه کا چې مرزا وی رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دا ځواب رحمان هغه کا چې مرزا وی زه څرگند د محبت په ښه بنياد يم 02 که مې څوک په فقيرۍ شمېرې فقير يم که مې څوک په اميرۍ شمېرې امير يم 03 د دلبرو صدقې لره يې غواړم هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم 04 د خرقې خدمت مشکل دی او که نه وي زه هر دم و دغه چارې وته خير يم 05 هم پند اخلم هم پند وايم و هر چاته زه د ځينو يم مريد د ځينو پير يم 06 په هجران کې د يار خيال را سره مل دی په زندان کې د يوسف سره اسير يم 07 په خندا کې مې ژړا ده لکه شمع له عالمه پټ پنهم دځان په وير يم 08 آزادي تر دا په هورته بله نشته چې بندي د يار د زلفو په زنځير يم 09 خوشالي تر دا په هورته بله کومه چې مدام په خپل اشنا پسې دلگير يم 10 چې همېش په غوږ نعرې د هجران اورم رحمان ځکه د خپل يار و مخ ته ځير يم د قاموس مانا × اصلي کلمه