نظم

ددې دور شېخان ډېر دي لور په لور

Khushal Khan Khattak

ددې دور شېخان ډېر دي لور په لور

اورنگ زېب بادشاه د واړو دی انځور

په هغه چاړه قلم ساز کا قرآن کې

په هغه چاړه شهرگ پرېکا د ورور

په رکوع کې تسبيحات د پلار د مرگ کا

په سجود کې خوري خپله مشره خور