غزل ددې سست بدن منت په رحمان باندې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ددې سست بدن منت په رحمان باندې چې له خپله دره تلی نه شي بل در ته 02 چې نظر کړم د خوبانو و رخسار ته حق حيران د خدای په کړه شم و دې کا رته 03 له دهشته يې ريبار پوښتېدی نه شم خدای زده څه به يې ويلي وي ريبار ته 04 خلوتيان لکه برده په کې خرڅېږي غږ يې نه خېژي دحسن و بازار ته 05 ته چې ما پښتې دد يار له حقيقته څوک د يار خبرې کاندي و اغيار ته 06 درد د غم دعاشقۍ څه هومره نه دی چې يې عقل د چا رسي و مقدار ته 07 زه او يار چې سره خپل غمونه شمار کړو يار وماته حېرانېږي زه ويار ته 08 د دنيا چارې همه واړه په وار شي ما د يار غمونه نه پرېږدي و وار ته 09 رحمان هسې وزگار چرې دی له عشقه چې غوږ ونيسي ناصح غوندې وزگار ته Dictionary meaning × Headword