غزل
ددې سست بدن منت په رحمان باندې
رحمان باباددې سست بدن منت په رحمان باندې
چې له خپله دره تلی نه شي بل در ته
چې نظر کړم د خوبانو و رخسار ته
حق حيران د خدای په کړه شم و دې کا رته
له دهشته يې ريبار پوښتېدی نه شم
خدای زده څه به يې ويلي وي ريبار ته
خلوتيان لکه برده په کې خرڅېږي
غږ يې نه خېژي دحسن و بازار ته
ته چې ما پښتې دد يار له حقيقته
څوک د يار خبرې کاندي و اغيار ته
درد د غم دعاشقۍ څه هومره نه دی
چې يې عقل د چا رسي و مقدار ته
زه او يار چې سره خپل غمونه شمار کړو
يار وماته حېرانېږي زه ويار ته
د دنيا چارې همه واړه په وار شي
ما د يار غمونه نه پرېږدي و وار ته
رحمان هسې وزگار چرې دی له عشقه
چې غوږ ونيسي ناصح غوندې وزگار ته