نظم

ديارلسم فصل - په بيان د ښکار د باښې کې

Khushal Khan Khattak

باښه هم د باز له گروهه يو مرغی دی

که ډېر فهم باندې وکړې ډېر ښه شی دی

باښه څه ده؟ په ليدل سره محبوبه

که يې وگورې مطبوعه ده ، مرغويه

لکه گل په نزاکت سره نازکه

په هنر په لطافت هسې تارکه

په رنگونو لکه باز په هومره رنگه

په نيولو په وهلو شوخ و شنگه

تر هيلۍ او تر ساخابه ددې ښکار دی

په دا دومره جوسه هومره ددې ښکار دی

باز جره باښه يو شان اموخته کېږي

وباښې ته باولۍ ښې اندوخته کېږي

آشياني باښه تحفه ده که مونده شي

دا هم لا تر بل مارغه په پروښه شي

که دې زړه وي چې باښه شي کلان گيره

چرې نه شي خام کشاده بې تدبيره

باز جره باښه که ښکار کا خام کشاد

په حساب د هوښيار څه دي لکه باد

که يې څه خو وينه زياته د وجود شي

يا يې کمه دستکشي کړې نور نابود شي

له اوله ريزه مه ښايه باښې ته

زاغ، دراج، زر که يې اچوه و پښې ته

چې يو څو باوليې وخوري لويې لويې

ورښکاره کړه بيا د ښکار هسې دلجويې

چې يو څو لاسونه سېره په لوی ښکار شي

هوسناک دې بيا هيليو ته تيار شي

چې يوه دوه چرگې دا ونيسي په مينه

نور پرې نيسه مرغابۍ لويې کمينه

بيا له پسه چې گيرا شي په لوی صيد

ورېزه ته يې نور مه نيسه په قيد

کلان گيره رېزه گيره باښه ښه ده

چې ماهره په هر ښکار باښه هغه ده

د محصول چڼچڼې لا ورلره شې دي

د باښې په سيل چڼچڼو تماشې دي

چې په کړ چنده څوک ښه کا باښه سازه

تېز پرې باندې ښکاره کا څوڅو رازه

چې باښه دې خوب گيري وکا نور سېره

کشاله ورباندې مه پسنده ته ډېره

باز باښه چې خوب گيري وکاسېرېږيف

هم هغه يې خوی خصلت شي نه نورېږي

چې په ږغ درلره راشي باښه ستا ده

چې په ږغ دې شيدا نه وي د هوا ده

په طلب يې هسې خپله په هنر کړه

چې دځان سره يې ته شير و شکر کړه

رنځ علاج علت دارو لکه دب از دي

د باښې هم هغه هسې ورته ساز دي

څو مسهل د نبات ورکړه بې نمکه

نمک زيان لري باښې لره بېشکه

د باښې چې سينه سره وي په شا توره

سر فرازه منگلوره باښه گوره

سره زېړه باښه ښه ده گلبادامه

بده کومه؟ لکيوره بد اندامه

که باښه تر ډېر کرېزه ورسېږي

د جره په طور به نه قابوچي کېږي

څو کورېز باندې تېرېږي لا ښه کېږي

کال په کال چې خوبگيريو کې زياتېږي

د باښې په بتوله کې لا ډېر کار دی

چې باښه يې ښه دست رو کړه مير شکار دی

چې باښه ډنگره نه کا نه خيرنه

هم هغه سړی به کاندي پري نيونه