نظم

دجلاب ترکيب

Khushal Khan Khattak

هليله، نسوت دا دواړه

د نيلتي تخم وغواړه

سره دواړه دوه درمه

سم ميده کړه ای همدمه

له تودو اوبو يې نوش کړه

نور خوراک پرې فراموش کړه

چې فارغ شي يو څو لاسه

بهت ښه وخوره د پاسه

چې خوږه ښوروا دمږۀ وي

نه د غوا نه د نور څه وي

دا جلاب عجب جلاب دی

سود يې کښلی په کتاب دی