غزل

دلربا، خوبا اوربل دې تېر و بېر دی

Khushal Khan Khattak

دلربا، خوبا اوربل دې تېر و بېر دی

هر هر تار يې دعاشق ترزړه چاپېر دی

د اوزبکو تاړاک هم دا هسې نه وي

لکه ستا دسترگو تاخت په خوار و تېر دی

دما زړه چې دمزري تر زړه تېر ی کا

ستا د سترگو و کبليو وته زېر دی

هغه راز چې به ما تا سره تنها کړ

نه به هېر شي له خاطره نه مې هېر دی

د غمزې په تېغ دې مرم، خوني مې ته يې

بيا به وايې! چا وهلی په شمشېر دی

دخوشال و مرگ ته څه توره وکاږې

د بڼو ناوک دې هم ورلره ډېر دی