غزل
دما کومه اندېښنه ده که ماپرېږدې
Khushal Khan Khattakدما کومه اندېښنه ده که ماپرېږدې
ته به نوم د بې وفا په خپسر کېږدې
زه يو هسې يار لرم که مې روزي شي
که صفت يې درته وکړم وبه رېږدې
ته سړی يې که څاروی يې ، رنگ دې ورک شه
د بهار په سرو گلونو باندې پښې ږدې
ما په ډېرو سټو اور دی لگولی
په دا څه که څو خسړي باندې کېږدې
زه چې ستا په دا اوږدو زلفو مين شوم
لا به څو دور و درازې راته بلېږدې
د خوشال خاطر په مثل سجنجل شو
واړه ته دخپل جمال نښې پکې ږدې